Published On Apr 20, 2023
Artist: Ijaz Ufaq
Song: Khairda Kala Kala Lewani Lewani Charay Ka!
Lyrics: Qudratullah Darman
Compose: Ijaz Ufaq
زه چې راتېرېږمه نو پړک دې په هندارې کا
خير دې کله، کله لېونۍ، لېونۍ چارې کا
سترګې دې زما غوندې په چاپسې رنځورې شه
خدای خو دې لالیه سم زما غوندې بې لارې کا
خدایه د کابل جنګونه ورک کړه امن راوله
خدایه د کابل جینکۍ بېرته هوادارې کا
دغسې پښتونه چې له جنګه کرارېږې نه
داسې ښه ځان ته چې واده کوې ورېندارې کا
ته چې هر ماښام مې د جدید غزل په تمه یې
ښکلیه رابطې راسره لږې دوامدارې کا
خدای خو دې زما مینه نور هم درسره ډېره که
خدای دې ښکلې سترګې پسې نوره مزېدارې کا
اور که مې زړه وانخېسته یاره معجزه به وي
ته خو مې یو ځل سترګې په سترګو کې ایسارې کا
حد دی یاره ستا د راتلو زیرې چا راوړې دی
زړه مې وایي سترګې درته لاره کې هوارې کا
@Pashtoclassic5 @ijazufaq
#pashtoclassic #newsong #ghazal #ijazufaq #afghanistan