Published On Jan 3, 2024
ګرمي، دوړي، وچکالي او سېلابونه؛ پر افغانستان د اقليمي بدلون سخت ګوزارونه
ښايي ډېرو افغانانو ته اقليمي بدلون يوه جدي او بېړنۍ ستونزه نه ښکاري خو دا بلا زموږ تر دروازې را رسېدلې ده.
افغانستان په نړۍ کې يو له لومړيو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقليمي بدلون له منفي اغېزو څخه تر ټولو ډېر زيان ور رسېږي.
څومره زيان؟ د پرچېسنګ پاور پېرېټي(PPP) په نظر کې نيولو سره يوازې په ۲۰۱۹ کې افغانستان د اقليمي بدلون په خاطر تقريباً ۵۴۹ ميليونه ډالر زيان ليدلی دی. دا يوازې مالي زيان دی. په همدې کال په افغانستان کې ۱۹۱ انسانان د هغه پېښو په پايله کې مړه شوي دي چې اقليمي بدلون په اغېز رامنځته کېږي. د اقليمي بدلون اغېزې څه دي؟
وچکالي سېلابونه، د شديدې ګرمۍ څپې او د رېګو طوفانونه نورې هغه خونړۍ پيښې دي چې د اقليمي بدلون له امله رامنځته کېږي.
اقليمي بدلون اصلاً دی څه شی؟
که په ساده ټکو ووايو اقليمي بدلون د تودوښې په اوسطه کچه کې اوږدمهاله بدلون ته وايي. دا بدلون په مځکه کې د انسانانو د فعاليتونو له امله رامنځته شوی دی.
په دې ويډيو کې کارول شوي منابع او د ويډيو بشپړ متن زما پر ويبپاڼه ولولئ:
https://www.malnoorulbari.com
په ټولنيزو رسنيو کې راسره ملګري شئ:
Facebook: / malnoorulbari
Twitter: / malnoorulbari
Instagram: / malnoorulbari
TikTok: / malnoorulbari
طرحې او وړانديزونه دلته را ولېږئ:
https://www.malnoorulbari.com