BEST RECITATION OF SURAH AL-WAQI'AH د لوږې او فقر څخه د مخنیوي لپاره قرآني نسخه | NEW 2024
HeavenTube Official HeavenTube Official
863 subscribers
368 views
0

 Published On Feb 29, 2024

د لوږې او فقر څخه د مخنیوي لپاره قرآني نسخه!
قرآن کریم موږ ته ځینې نسخې راښودلې چې پورته کارونه پرې موږ ته اسانیږي.
یو مهمه نسخه چې د لوږې او فقر د مخنیوي لپاره موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلې، هغه د شپې لخوا د سورة الواقعې تلاوت کول دي، دې سورت کې زیات فوائد نغښتي، لکه خیر په رزق کې برکات په ښي لاس عمل نامه او نور…. همدا راز، د دې سورت نور ځانګړي فوائد هم شته لکه د رزق زیاتوالی او زیادت.
یغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې هره شپه سورت الواقعة ولولي، نو لوږه او فقر به ورته ونه رسیږي.

همدا ډول په یو بل حدیث کې راځي: د سورت الواقعې هره شپه تلاوت کول د فقر مخنیوی او د رزق د زیاتوالي سبب کیږي.
کله چې ابن مسعود رضی الله عنه وفات کېدلو نو عثمان رض ورته راغی، ورته یې وویل: کومه عطیه چې تا له بیت المال څخه دوه کاله مخکې په ځان بنده کړې وه، هغه به بیا درته حواله کړم، نو ابن مسعود رض ورته وویل: نه کومه اړتیا ورته نلرم.

بیا ورته عثمان رض وویل: ته خو به ورته اړتیا نه لری؛ لکن ستا له مرګ څخه وروسته به ستا د لورګانو لپاره نفقه شي، ابن مسعود رض ورته وویل نه زما د لورګانو لپاره سورة الواقعة کافي ده.

الله تعالی د سورت الواقعې لوستونکی له قهر غضب، د مال له کموالي، او تنګ لاسۍ څخه ساتي.

صحابه رضی الله عنهم تل د قرآن په تلاوت حریص وه او په فضیلیت یې پوره باور وه.

همدا رنګه عثمان رضی الله عنه به تل د سورت الواقعې په تلاوت او نورو ته په ښودلو ټینګار کاوه.

عثمان رض به د دې سورت په فوائدو په مختلفو مجالسو کې خبره کوله، له دې څخه یې یو هم په رزق کې زیاتوالی یاداوه.

#youtube #islam #religion #relaxing #meditation #quran #ramadan #new
@IslamPopuler @HiTechIslamic @iamamuslim @IslamicTeacherOfficial786 @MadaniChannelOfficial
@shabdallakamelofficial @qarikabir @ZikrullahTV @OneIslamProductions @MuslimreminderKids @islam-quiz @UrduPointNetwork @TheUrduTeacher @Drzakirchannel

show more

Share/Embed